ادبنثر

غیر عادي بیان/ یونس تنویر

د دریاب غیږه، دشفق تاو، دغوټۍ ور، دسپوږمۍ سره خبرې، دلمر په شغلوپورته ختل، د درد باران، نغمې تېرول، در له سترګو بهیدل، د ونې زخم، د اوښکو هنداره، یو څوک ایینه ښودل او ځان دهغې پړق ښودل، تر ستورو لاندې کیناستل، له ګریوانه د سر باسل… دا غېرعادي خبرې دي.

دغرمې ګرمي، دجومات ډډې ته ناست مشران، ګودر ته تګ، د مینې سرګرداني، د اوبوراتلل، اوښکې بهیدل، زړه وړل، دا او داسئ نورې خبرې بیا عادي خبرې دي.

د دوی ترمنځه لوی توپیر په دې کې دی چې غیرعادي خبرې محسوسې نه وي. په وجودي لحاظ دمنلو نه دي؛ مګر عادي خبرې موږ په ورځ کې څو وارې ور سره مخامخ کیږو.

غیرې عادي خبرې د کایناتو یو بیل منظر وي. د درک اغیز وي. معنوي احساس وي. د عادي خبرو په اوریدو ممکن غیر ارادي نه شو. ولې دغیرعادي خبرو په اوریدو مو هیجان او جذبه را ولاړیږي.

کو م شیان چې زموږ په کلتور کې عام دي، په اوریدو یې تلوسه نه پیدا کیږي. مګر کوم شیان چې زموږ په کلتور کې عام نه وي.یو ډول ولوله مو را پاروي. دشعر ژبه باید عادي بیان نه وي.ما نا دا چې دشعر ژبه باید غیر عادي بیان ولري.

د خبرې غیرعادي والی د شعر اصلي مزاج دی. ګرده نړۍ په تکراري جملو بوخته ده.که شاعري عامه کړو،ښه داده چې بیخي مخ ترې واړو.

د شاعر ذوقي بصیرت باید دومره غښتلی وي چې کوډ ګرې خبرې د شاعرۍ معیار وګرځوي. ساده او عامې خبرې دماشومانو په خوله خوند کوي .لویان باید دخبرو،جوله بدله کړي.

په پوهنتون کې د نوید زیري خونې ته ورتلم. دحضرت الله ارغوان سره یو ځای اوسیده. ارغوان راته کوله چې: (نن مې دلمردشغلو بوی محسوس کړ) دلمر شغلې، دبوی مزاج نه لري. ولې ددې خبرې کیفیت ډیر لوړ دی. دده مطلب دا و چې د لمرنه مې خوند واخیست. په ژمي کې لمر د سړي ډیر ښه ایسي.

دا نو اوس غیرعادي، بیان دی. که دپورتنۍ جملې، ژبنی جوړښت تغیر نه وای کړاې ، ممکن اوس به مو په یاد نه وه. تر دم ګړی همداسې ډیرې خبرې شوې، اوریدلې دي، مګر ټولې یې رانه هیرې شوې دي. د ارغوان صیب بیان ځکه اغیزمن و چې غیرعادي بیان و.

دایو خیالي بیان دی.موږ چې وایو خیال دروغ نه دی. مطلب مو همدا غیرعادي بیان وي.

دتخیل فطرت دا نه دی چې د ګرمۍ په اړه دې خبرې وکړي. د تخیل مزاج همدغه مشاهده ده.او دشاعرۍ ژبه همدغه وړ لطیفه او باریکه کیږي.

دا چې ځینې وایي چې شعر دفطرت انځورګري ده.ممکن اپلاتون په همدغه شي نقد کړي وي او شاعران یې له جمهوریته ایسته کړل، مګر موږ اپلاتون ګرم نه بولو. هغه دا فکر کاوه چې دغه انځورګري کټه مټه را اخیستل دي. مګر دغه عکاسي کټه مټه را خیستل نه دي. نقل دعامو خبر و کار دی. نقل داپلاتون کار دی. ټول جمهوریت یې ولوله پرې پښیمان به شې. بد به دې ترې راشي.

دغه دفطرت انځورګري او تصورات په بل ډول وي. یوذهني انځور ترې پیدا کوي. دغه عکاسي دمشاهدې بیان وي. دمشاهدې بیان ریاضت غواړي. تخیل غواړي. نو پاسکال او اپلاتون په دې څه پوهیږي.

پاسکال دریاضي لوی عالم و. ولې دبشر لوی عالم نه شي کیدای. دی دتخیل له نعمته منکر شوی و.او له تخیله منکریدل ناقصه تګ لاره ده.

که شاعري الفاظو ته نوې مانا، نه وای ورکړې، دنیا به د ساینسي پرمختګونو زانګونه وای.اوس خلک ورو ورو پوهیږي چې شاعران له یو لفظ څخه څو نورې مانا وې راباسي. نوله اوسپنې، خاورې ، ونو، بوټو…او نورو مادي شیانو څخه ولې بل شی، نه شي جوړیدلای.الله تعالی(ج) چې په دنیا کې څه پیدا کړي ټول ګټوردي.

فطري شاعري په غیرعادي بیان باندې رامنځته کیږي. فطري شاعري دانه ده چې دمور په نس کې خدای (ج) چاته هبه کړې وي. همدغه فطري شاعري ده چې خبرو ته بل ډول ورکوي. هغه د غضنفر صیب خبره: دژبې په حاضیراو غایب چورلیز کې دغیرې عادي حالت رامنځته کولو وسیله ادبیت دی. ډاکتر احسان الله درمل د ادبیت په اړه وایي :کله چې دوه، ادبي او غیر ادبي متنونه چې یوه موضوع بیانوي، ددوي ترمنځه دژبنیو توپیرونو څرګندول ادبیت دی.

پای

اخځونه

۱- ښکلا مجله، شعر او دکلماتو دټاکلو هنر، درمل، ډاکټر احسان الله،ښپږم کال ،شپږمه ګڼه،۵۷مخ.

۲- قلم مجله، غضنفر،اسدالله،لومړی کال،لومړی ګڼه،۲۴مخ،۱۳۸۵.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button