افغانستانراپورونه

غني: نور به د پاکستان د لارې بندولو له امله زموږ حاصلات نه ورستېږي

ولسمشر محمد اشرف غني وایي، تېرو درې اوونیو کې هند ته د جاه بهار بندر له لارې ۱۰۰ ټنه استول شوي دي.
هغه په یو بیان کې ویلي، د دغه بندر له پرانېستلو تر اوسه ۷۰۰ ټنه توکي هند ته صادر شوي دي او دغه کچه به راتلونکي کې زیاته شي.
وروستیو کې له دغې لارې انګور هند ته ورسېدل چې، د غني په وینا، اوس به د کندهار انار، د مېدان وردګو مڼې او نورې تازه مېوې به هم له دغې لارې ولېږل شي.
ولسمشر پاکستان ته په اشاره ویلي، نور به د ګاونډي هېواد د لارو بندولو سره د افغانستان دخواریکښو بزګرانو او باغوانانو حاصلات نه ورستېږي.

Tags

Related Articles

Back to top button