افغانستانراپورونه

غني: عمران خان به د موقت حکومت هیله ګور ته یوسي

ولسمشر محمد اشرف غني نن کابل کې د احمدزیو قوم ته وینا وکړه.
ولسمشر وویل، که شپون احمدزی دی او که ولسمشر احمدزی، دواړه ځان برابر بولي او دې ته دیموکراسي وایي.
د ولسمشر په وینا، یو جلسه کې ترې د پاکستان لومړي وزیر عمران په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړولو په پار بښنه وغوښته.
“د موقت حکومت ارزو به ګور ته یوسي، دا خاوره نظام لري.”
هغه وویل چې د شمال ټلوالې پخواني مشر احمد شاه مسعود یو افغانستان غوښته او دی هم افغانستان غواړي.
غني نورو ټاکنیزو ټیمونو ته په اشاره وویل چې یو سټېډیوم نه شي ډکولی او بیا وایي چې د ټاکنو پایلې نه منو.
د بلې میزان میاشتې په شپږمه ورځ د ولسمشرۍ ټاکنې کېږي.

Related Articles

Back to top button