افغانستانراپورونه

غني جلال اباد او حکمتیار پکتیا ته ځي

د ټاکنیزو کمپاینونو په لړ کې نن محمد اشرف غني جلال اباد ته ځي او هلته به خپلو پلویانو ته وینا وکړي.
دا په داسې حال کې چې یوه ورځ وړاندې د خوګیاڼو په وزیر تنګي کې یو هوایي برید کې شاوخوا دېرش ملکي کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.
له دې وړاندې په ښار کې د صغر دوه قطعې په عملیاتو کې څلور وروڼه ووژل شول.
خلکو سخت غبرګونونه وښودل. اوس ځینې فعالان جلال اباد ته د غني د ورتګ مخالف دي. ځینې وایي چې خلک دې ترې حساب وغواړي.
بل خوا، د سولې او اسلامي عدالت ټیم کاندید ګلبدین حکمتیار پکتیا ته ځي.
پخوانی دولت مشر نجیب الله د پکتیا و. حکمتیار چې د نجیب سخت مخالف و، څو ورځې وړاندې یې هم یوه مرکه وویل چې نحیب وطن دوست نه و.
د پکتیا ځینې فعالان پکتیا ته د حکمتیار په ورتک نیوکه کوي او ځینې وایي چې حکمتیار باید داسې نه وای ویلي.

Tags

ورته مطالب

Back to top button