افغانستان

غزني کې د سره صليب کارکوونکي تښتول شوي

غزني کې د وسله والو له لوري د سره صليب د دفتر د کارکوونکو د تښتولو خبر ورکړل شوی دی. ناتاييد شوي راپورونه وايي، وسله والو طالبانو غزني کې د سره صليب د ځايي دفتر مشر او څلور کارمندان تښتولي دي.

چارواکو لا په رسمي توگه د پېښې پخلی نه دی کړی، خو د ولايتي شورا يوه غړي د سره صليب د کارکوونکو تښتول کېدل تاييد کړي دي.

د ولايتي شورا غړي فکوري زاده رسنيو ته ويلي، دغه کسان د طالبانو له لوري تښتول شوي دي. نوموړي په دې اړه نور جزيات نه دي ورکړي.

خو وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه هيڅ نه دي ويلي. غزني يو له هغو ولايتونو دی، چې وسله وال طالبان په کې پراخ فعاليت کوي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button