افغانستان

غزني: ډېری خلک خپلې پرېکړې طالبانو ته ور وړي

د غزني چارواکو په تېر يو کال کې د خلکو له لوري د طالبانو محکمو ته د پرېکړو ور وړلو له ډېرېدو اندېښنه څرگنده کړې ده. هغوی وايي؛ طالبانو په وروستي کال کې درې تنه وژلي او څو نور يې په درو وهلي دي.

په ورته يوه تازه پېښه کې وسله والو د غزني ښار اړوند سيمه کې د منگور کلي درې تنه ځوانان د بې‌نماځۍ او غلا په تور په درو وهلي دي. هغوی د روان لمريز کال په پيل کې هغه درې کسه هم اعدام کړي وو، چې يوه ښځينه ډاکټره او د هغې خاوند يې وژلي وو.

د غزني چارواکي د دې پخلی کوي، چې په وروستيو کې خلک په ستره کچه د طالبانو صحرايي محکمو ته پرېکړې ور وړي او هغوی هم په جوماتونو او يوه ځای بل ځای کې قاضيان، څارنوالان او محکمې لري. د غزني والي په دې اړه وويل: «ما اورېدلي، د غزني په ځينو سيمو او جوماتونو کې د طالبانو قاضيان فعال دي».

د غزني د ولايتي شورا غړو په ستره اندازه د طالبانو محکمو ته د خلکو د ورتگ لامل په دولتي عدلي او قضايي ارگانونو کې فساد، د قانونو د پلي کولو کمزوري او د عدلي او قضايي ارگانونو له لوري د دعوېدارانو دوسيو ته نه رسېدل بللي دي.

د غزني د ولايتي شورا غړي حميد الله سروري وايي: «فساد او د عدلي او قضايي ارگانونو له لوري د خلکو دوسيو ته نه رسېدلو خلک د طالبانو محکمو ته ور مات کړي دي». د هغه په وينا: «د غزني خلک بد نه دي، بدي هغو خلکو رامنځته کړې، چې په ادارو کې ناست دي او تجارتي کارونه کوي، يو تن به د خپلې ځمکې د قبالې په اړه، چې هيڅ ستونزه نه ل1B1ي، د قاضيانو له لوري په مياشتو مياشتو سرگردان وي».

د غزني د صلحې کمېټې رييس خليل الله هوتک هم دغه خبرونه تاييد کړی او له دولته يې له دې کار سره د جدي مبارزې غوښتنه کړې. نوموړي ويلي، خلک د ميلاد په ورځو کې د ميلاد په خاطر د نذر پيسې نه ټولوي، خو له طالبانو سره د مرستې لپاره پيسې ټولوي، تمه ده د دې کار مخه ونيول شي.

خو د غزني د عدلي او قضايي ارگانونو چارواکو خلک له دې امله گرم بللي، چې څارنوالانو او قاضيانو ته رشوت ورکوي او د فساد په رامنځته کولو کې ونډه لري.

خو خلک بيا ټينگار کوي، چې په دولتي ادارو کې يې کارونه پر مخ نه وړل کېږي، په لويه کچه رشوت ترې اخيستل کېږي او ډېری وختونه يې له دې امله خپل ملکيتونه له لاسه وځي، چې مقابل لوری يې زورور او په دولتي ادارو کې خلک لري، برعکس د طالبانو په محکمو کې يې پرېکړې ژر او په انصاف تر سره کېږي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button