افغانستان

غزني: د امنيتي ځواکونو ناسم چلن مخالفين پياوړي کړي

د غزني خلک او د سولې شورا چارواکي په دې اند دي، چې د امنيتي ځواکونو له لوري د خلکو ځورولو خلک اړ کړي دي، د مخالفينو ليکو ته ورشي.

د غزني د سولې عالي شورا مشر، خليل الله هوتک پژواک ته ويلي دي، چې په ښار او ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو له لوري له خلکو سره ناسم چلن کېږي، چې د سولې مخه يې ډب کړې ده. هغه زياته کړې ده: «د امنيتي ځواکونو د ناسم چلن له امله ځوانان د دولت پر ضد وسله اخيستو ته اړ شوي دي، کوم کسانو چې د سولې پروسې سره يو ځای کېدو ته يې زړه ښه کړی و، د دغه ډول چلن له امله په شا شوي دي». د هغه په وينا امنيتي سرتېري د عملياتو او پلټنو پر مهال له وسله والو مخالفينو او عامو خلکو سره سم چلن نه کوي.

د هوتک په وينا: «امنيه قوماندانان، پوليس او اربکيان خلک ځوروي، بې ګناه يې وژني، وهي او ټکوي يې، په شخصي زندانو کې يې اچوي او له موږ سره هيڅ همکاري نه کوي».

هوتک مخکې وايي: «امنيتي کسان ټول هغه وګړي ځوروي، چې اوږدې ږيرې لري، لونګۍ يې پر سر وي او يا يې کليوالې جامې پر تن وي».

د غزني ګڼ شمېر اوسېدونکو هم رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې پوليس او اربکيان يې په يوه او بل نوم ځوروي، پيسې ترې غواړي او د انکار په وخت کې وهل ټکول ورکوي او بنديانوي يې.

خو د غزني امنيه قوماندان امين الله امرخېل سره له دې چې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د فساد پر شتون اعتراف کوي، د امنيتي کسانو له لوري د خلکو ځورول نه مني، هغه د سولې پر شورا پړه واچوله، چې له امنيه قوماندانۍ سره همغږي نه لري.

خو امنیه قوماندان په داسې حال کې د پوليسو او اربکيانو له زور زياتي انکار کوي، چې څه موده وړاندې د غزني د اندړو ولسوالۍ خلک مرکز ته ولاړل، له والي، امنيه قوماندان او ملي امنيت رييس سره يې په خبرو کې څرګنده کړه، چې اربکيان يې کورنه او مالونه لوټي، جنسي تېري کوي او ښځې او نجونې له ځان سره بوځي.

د دې ولايت د ګڼو ولسواليو اوسېدونکو څو ورځې وړاندې رسنيو ته دا هم وويل، چې د ژمي په راتګ اربکيانو پر هر کور نغدې پيسې، خوراکي توکي او د سون مواد حواله کړي دي، چې د نه ورکولو په صورت کې د هغوی له سزا سره مخ کېږي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button