شعر

غزل /ډاکټر محمدحنيف حيران

داسې بې زړه، داسې تنها خو به دې نه راوستم
دا خو مقتل دی کنه، بيا خو به دې نه راوستم
پرېږده زه خوښ ومه، په لوړو او ژورو راتلم
ژونده! په منډه په هوا خو به دې نه راوستم


چې ژړولم دې، خو ښه وه، ژړولم به دې
عشقه! په چل ول، په خندا خو به دې نه راوستم


خماره! تا کې به سکون وي؛ مګر هيلې نشته
د حسرتونو له دنيا خو به دې نه راوستم


تا خو د خپلو لذتونو دنيا هم لرله
د مينې درده! تر ژړا خو به دې نه راوستم


حيرانه! ښه وم، په ګمنامه شاعرانو کې هم
داسې بې نامه او پناه خو به دې نه راوستم.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button