شعر

غزل / فدامحمد باران

وادي ړوه سترګې چې مې زړه یو ځل ټکان وخوري
وه دې خوري د زړه لیونی پریږده چې خپل ځان وخوري

ته مې ژوند او ته هدف که ته خدای راته راکړي نو
ګټه دې هم سر وخوري او سر دې هم تاوان وخوري

موږ ته چې زموږ پنوم کوم څه تا حواله کړي
څه رانه مشران وخوري او څه رانه خانان وخوري

ورو ورو نیزدې کیږمه هماغې زمانې ته زه
هلته چې له لوږې انسان پاڅي بل انسان وخوري

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button