شعر

غزل / رحماني

ورک له سترګو، له نظره دومره نه يم
له خپل ځانه بې خبره دومره نه يم

ستا د اوښکو او موسکا په راز پوهېږم
په زړه کلک لکه ډېره دومره نه يم

د بېلتون شېبه شېبه ده لکه زهر
اندېښنې څښم، بې ساغره دومره نه يم

اقتدا مې خپلو چيغو پسې کړې
بې امامه، بې رهبره دومره نه يم

څه خوى بوى به مې له ياره وي اخيستى
خو رقيبه! بې ضرره دومره نه يم

شاعري مې د فطرت سپېڅلى راز دى
متاثر دې له نظره دومره نه يم

گل رحمن رحماني

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button