شعر

غزل/ جمال ثاقب

بل مې د زړگي پر دښته اور دی او ته نه یې
درد مې پر تمام وجود راخور دی او ته نه یې

ستا د مینې تاو مې په رگونو کې بهېږي
تا پسې مې تللی د زړه زور دی او ته نه یې

پاتې مې د روح پر لمن ستا د جفا داغ دی
نن مې پکار شوی یو ټکور دی او ته نه یې

بیا د چا یادونه دي او تکه توره شپه ده
بیا د ماشومانو غوندې شور دی او ته نه یې

درد دی، تنهایي ده، بلاگانې دي او زه یم
جوړ راته له هرې خوا پېغور دی او ته نه یې

یو دې بېلتانه پر ورکو لارو باندې سر کړم
بل راپسې غم د خپلې مور دی او ته نه یې

اوس پر خپلو بدو پښېمانه یم ثاقبه!
ما باندې خو ستا د مینې تور دی او ته نه یې
————
جمال ثاقب
ننگرهار، جلالكوټ

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button