شعر

غزل / اجمل ښکلی

زړه مې په تا پسې بېتابه دى
خونه تياره ده او رڼا مړه ده
………………………………..
زه ولې دا ثابتول غواړمه؟
چې زه ژوندى يمه، دنيا مړه ده
………………………………..
نورې دې نه راځي په خوب کې سايې
اوس رالوى شوى يم، بلا مړه ده
………………………………..
زندګۍ تا ته بهانه نه لرم
سا اخيستى نه شم، هوا مړه ده
………………………………..
دا ځلې مړ نه کړمه ستا سترګو
لاله راشنه نه شول، بېديا مړه ده
………………………………..
هغه دروغجنه هيله هم مړه ده
د سرابونو هم ځلا مړه ده
………………………………..
دا حقيقت خو ما دروغ ګڼلو
خو زندګي خو په رښتيا مړه ده

اجمل ښکلی

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button