شعر

غزل /اجمل ښکلی

دې اذيت کې راايسار نه وای؛ نو ښه به وای
چې محبت کې انتظار نه وای، نو ښه به وای
…………………………………
چې مې باور ستا په دروغجنو وعدو کړی نه وای
چې مې اخيستی خپل ازار نه وای؛ نو ښه به وای
…………………………………
چې زما ذهن ستا په ياد باندې مشغوله نه وای
چې زما زړه دومره وزګار نه وای، نو ښه به وای
…………………………………
خير زما ذات دې وای همداسې د خزان ځپلی
خو چې نامه يې د بهار نه وای، نو ښه به وای
…………………………………
ته هم بېغمه وای، مالکه وای د خپل ژوندانه
زه هم په تا پسې بيمار نه وای؛ نو ښه به وای
…………………………………
يا چې مجبور نه وای، ښاغلې ميکدې ته په تلو
يا چې نامه مې د مختار نه وای، نو ښه به وای
…………………………………
چې رانه تاو نه وای د خپلې بېوسۍ لاسونه
چې اوسېدونکی د دې ښار نه وای، نو ښه به وای
…………………………………
اجمله، ژوند په دغه وچه صحرا هم تېرېده
خو چې اميد د لاله زار نه وای؛ نو ښه به وای

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button