شعر

غزل / اجمل ښکلی

خاموشه کېږم، اوازونو نه مې مخ اړوم
له تاته کړو مېسجونو نه مې مخ اړوم

عجيبه کار دی، آيينې ته ودرېدلی نه شم
عجيبه کار دی، تصويرونو نه مې مخ اړوم

نن فيصله کوم په خپل وجود راکاږم کرښه
بس دی له خپلو ارمانونو نه مې مخ اړوم

چې ستا په سترګو کې يې هم ځواب ونه موندلو
له خپلو ټولو سوالونو نه مې مخ اړوم

دې سرابونو زما تنده ماته نه کړلی شوه
دې سرابونو کتابونو نه مې مخ اړوم

بې پروا کېږم، نور دې نه يادوم وه ګلابه
بې حسه کېږم له زخمونو نه مې مخ اړوم

ما ته سايه دغو لغړو ونو رانه کړی شوه
له تخليق کړيو لفظونو نه مې مخ اړوم

پاتې ژوندون بې رڼاګانو تېروم اجمله
له اميدونو څراغونو نه مې مخ اړوم

ورته مطالب

One Comment

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button