شعر

غزل/بصيرالحق عادل

نن بيا ښه نه يم، بيا دی زړه کمزوری
بلا دردونه دي او، زه کمزوری

باور دې وشه بې وجوده يمه
ډېرو غمونو کړمه، ښه کمزوری

چې يې سينې ته جوختولم هر وخت
نه خو بدرنګ ومه او، نه کمزوری

مورې اوس شوخ نه يم اوس شور نه کووم
مورې بس نن مې کړه ويده کمزوری

يو وخت ښايسته و، زوره ور غوندې و
عادل خو اوس کړ ستا کاته کمزوری

هلمند ـ خپله جونګړه

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button