شعر

غزل؛ د احسان الله درمل په اقتفا/ قاري سعيد

تیره ورځ مې د شاعر او ډاکټر احسان الله درمل یو شعر لوست، چې د مؤمن پښتون قام منفي تصویر یي په کې وړاندې کړی و، زه چې تر اوسه مې په شعر یا نثر کې قومپالنه نه ده کړې، نه پوهېږم څنګه مې د دې شعر له لوستو وروسته د شعر قریحه راویښه شوه او لاندې الفاظ یي راباندې ولیکل، باید یادونه وکړم چې لاندې بیتونه مي د قومپالنې په روحیه نه دي لیکلي، باور مي دا دی چې که له هره قومه وای، د پښتون په اړه به مې قضاوت همدا و.

لاندې د احسان درمل د شعر لومړی بیت او بیا زما بشپړ نظم لوستلی شئ:

څه پښتون څه یي غیرت څه یي ننګونه
خو خپل غولي ته راوړي پردي جنګونه

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

څه پښتون، څه یي غیرت، څه یي ننګونه
د تاریخ دریاب کې نیسي نهنګونه

د دنیا له نوي نظم نه سرکښه
خپله تله، خپل یي تول، خپل یي پنګونه

د شرق غرب د پلو تر میان کراړه ډبره
له پېړیو ترې په آه دواړه سنګونه

خپله روټه یي په خپله پوڅه پورې
وږی نه دی د مارشال د تبنګونه

د فطري ښکلا غرور بې پروا کړی
د کسبي عالم له خوند او له رنګونه

ساز د عقل به یي څنګه نو تر غوږ شي
چې د زړه درزا یي ځي تر فرسنګونه

رښتیا یوه خطا لري آخر انسان دی
نه مني د بیزوخېلو نیرنګونه

له تقدیره داسې ایسي لکه وي چې
د فطرت بغل ځولۍ کې خدنګونه

ګاهي سر د چنګیز مات ګاه د انګریز پښې
کله کاندي په قطبیانو غورځنګونه

له ګورګینه یي ګُرګي غاښونه ایستي
له رنجیته یي مات کړي دي سینګونه

نه چا مات نه یې په خپل قالب کې ځای کړ
باندې ستړي د وختونو آونګونه

د خودۍ او د میړانې له معنی یې
دي عاجز د عصر واړه فرهنګونه

خود به ځینو ته آشا ناآشنا ښکاري
چېرې کونګ چېرې بازان د ګړنګونه

۱۳۹۴هـ ش قوس ۱۹

 

Tags

ورته مطالب

One Comment

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button