د پرون کیسهسلايډ

عمر مختار؛ د صحرا زمری

لیکوال…محمد اصف ازاد

دا عمر مختار دی. هو، هماغه د صحرا زمری عمر مختار.
په ۱۸۵۸م کال د بطنان په برقه نومي کلي کې زیږېدلی. ایټالویانو چې برقه او طرابلس لاندې کړل، نو د عمر مختار ولس یې پر وړاندې پاڅون وکړ او د خپلې ازادۍ لپاره یې مبارزه پیل کړه. غازي عمر مختار هم د همدې لښکر ملګری شو. د یوې ډلګۍ له مشرۍ تر بشپړ لښکر مشرۍ ورسېد. د کلیوالو مجاهدینو پیاوړې لښکرې یې جوړې کړې. عمر مختار د ایټالوي اشغالګرو لپاره پر یوه خونړي سړي واووښت. اشغالګرو هڅې پیل کړې ترڅو په کوم چل عمر مختار له مقاومته لاس پر سر کړي. د پیسو، منصب او مشرۍ بېلا بېل وړاندیزونه یې ورته وکړل، خو عمر مختار ازادي او خپلواکي غوښته.
عمر مختار د ایټالوي پوځیانو پر خلاف توندې جګړې وکړې. د ایټالوي پوځ یو جنرال، چې خپله یې د عمر مختار پر خلاف په جګړو کې برخه اخیستې، وایي: موږ ډېر ځله د عمر مختار په خلاف داسې عملیات پلان کړل چې موږ به بشپړ باوري و، چې نوموړی به دا ځل حتماً وژنو او یا به یې ژوندۍ نیسو. خو د دې خلاف به هر ځل په پوره بریالیتوب زموږ له دام څخه ووت.
عمر مختار د صعب المسالک نومي د یوې دښتې په یوه ګڼ ځنګله کې له څلوېښتو نورو مجاهدینو سره د دښمن په محاصره کې را ګیر شو. دلته هم له دښمن سره د یوې سختې جګړې وروسته د محاصرې له کړۍ روغ ووت، خو له دې سیمې په وتلو لږ وړاندې د ایټالوي پوځ له یوې بلې ډلې سره په جګړه وا ووښت. دلته یې هم تر دې مقاومت وکړ چې له ملګرو سره یې وسلې ختم او ټول شهیدان شول. عمر مختار په یوازې ځان مقاومت ته دوام ورکړ، اس یې زخمي شو او پر ده له پاسه را وغورځېد او لاس یې زخمي شو، د دښمن شمېر پرې را زیات شو او بلاخره یې ژوندۍ ونیو.
څو ورځې وروسته یې د یوې تمثیلي محکمې لپاره په داسې حال کې میدان ته را ووست، چې لاسونه یې ولچک او ګڼ پیره داران یې په دواړو خواوو کې روان و. د ۱۹۳۱م کال د سپتمبر پر ۱۶مه د چهار شنبې په سهار یې دغه د مېړانې او قهرمانۍ غر، د ازادۍ مبارز او پیاوړی مجاهد سید عمر مختار اعدام کړ. هغه ته یې له وېرې ژور په سیمنټو پوخ قبر جوړ کړ او تر اوږدې مودې یې پیره داران پرې درولي و.
هو، نه خو د دښمن زور او زر له مبارزې را وګرځاوه، نه خپلې کمزورۍ او ناچارۍ په شا کړای شو، نه خو د دښمن ډول ډول وړاندیزونو ته تسلیم شو او نه هم له داره ووېرېد. په یوه نړۍ مېړانه یې د کفر او اشغال پر ضد مبارزه وکړه او په هسکه غاړه تر داره ولاړ.

Tags
Back to top button