افغانستانخبرونه

عمر زاخېلوال په پاکستان کې د سفیر په توګه دنده تایید کړه

عمر زاخېلوال په خپلې فېسبوک پاڼه کې هغه ګنګوسې تایید کړې چې په دې تړاو خپرې شوې وې.

محمد عمر زاخېلوال پخوا د مالیې وزیر و او اوسمهال د ولسمشر اقتصادي سلاکار دی.

زاخېلوال لیکي: «سره له دې چې یاده تقرري لا تر اوسه نهایي نده مګر پدی اړوند زما او ښاغلی ولسمشر تر منځ بحث شوی او توافق ته رسیدلی یو». عمر زاخېلوال له پاکستان سره د افغانستان د اړیکو په اړه د خپلو تجربو په اړه لیکي: «پدی اړوند دبحث، استدلال او تفاهم ژبه او تجربه هم لرم چی پاکستان سره زما د پخوانیو مذاکراتو دعملی پایلو څخه د مرکزی اسیا څخه د افغانستان له لاری پاکستان ته د انرژی د انتقال پروژه چی تر اوسه یی دولس سوه او پنځوس میلونه ‌‌‌‌‌‌ډالر نړیواله بلا عوضه مرسته تر لاسه کړی او تطبیق ته تیاره ده یوه نمونه ده».

د دغه یادښت په پای کې زاخېلوال وايي چې د ولسمشر غوښتنې ته یې د “هو” ځواب ورکړی.

محمد عمر زاخېلوال داسې وخت په پاکستان کې د افغانستان سفیر ټاکل کېږي، چې د دوو هېوادونو اړیکې د ملي يووالي د حکومت په دوره کې ډېرې سړې شوې دي. د سولې خبرو هغه بهیر چې د پاکستان په نوښت پیل شوی و، له ناکامۍ سره مخامخ شوې. د طالبانو مشر هم په خپلې لومړنۍ وینا کې د سولې بهیر “اوازې او تبلیغات” وبلل.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button