راپورونهسيمه او نړۍ

عمران خان: امریکا افغان جګړه د نظامي لارې نشي ګټلی

امریکا ۱۹ کاله نور هم افغان جګړه له نظامي لارو نه شي ګټلی

عمران خان وايي امریکا ۱۹ کاله نور هم افغان جګړه له نظامي لارو نه شي ګټلی.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په نیویارک کې په یوه انیستیتوت کې د خبرو پر مهال ویلي امریکا که په افغانستان کې جګړې ته ادامه ورکوي، نو ۱۹ کاله نور به هم له نظامي لارو دغه جګړه و نه ګټي. دده په وینا په ځلونو یې امریکا ته ویلي چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده او پاکستان په دې برخه کې همکارۍ ته تیار دی.

د پاکستان لومړي وزیر دغه راز ویلي، چې افغانان پخپلو کې سره جګړه کوي خو د بهرنیانو پر وړاندې تل متحد وي او دوی له خپلې خاورې وباسي.

عمران خان پر امریکا غږ کړی چې ژر تر ژره دې له طالبانو سره د سولې خبرې بېرته پيل کړي او پر جګړه ټینګار کول د هېچا په ګټه نه دي.

Tags

Related Articles

Back to top button