راپورونهسيمه او نړۍ

عراق: لاریون والو او عسکرو تر منځ تاوتریخوالي کې ۱۰۰تنه وژل شوي

ملګرو ملتونوعراق کې د روان تاوتریخوالي د درېدو غوښتنه کړې

په عراق کې د ملګرو ملتونو استازي ویلي چې حکومت د نړیوالو قوانینو پر خلاف پر لاریون کوونکو ‌ډزې کړې دي او زرګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. ده پر عراقي حکومت غږ کړی چې ژر تر ژره دې روان تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي.

بلخوا په عراق کې د بشري حقونو فعالین وایي چې تر دې دمه له تاوتریخوالي ډکو لاریونونو کې ۱۰۰ کسه وژل شوي او تر ۳ زره پورې نور ټپیان دي. همدا راز تر ۵۰۰ ډېر کسان د پولیسو له لوري نیول شوي دي.

رسنۍ هم وايي چې پولیس مخامخ پر لاریون کوونکو ډزې کوي او د خلکو حقوقو ته درناوی نه کوي.

Tags

Related Articles

Back to top button