پاموړسلايډ

عبد الرحمان بې / صفیه حلیم

په ۱۹۲۵ م په استنبول ښار کې د ترکي په نامتو پوځي مشر رؤف بې نامعلومو کسانو ډزې وکړې. خو وژل شوې کس د افغانستان لپاره ټاکلې سفيرعبد الرحمن بې و. د پيښورعبد الرحمن بې د خلافت تحريک پر وخت د هند نه ترکي ته تللې و.
د شلمې ميلادي پېړۍ له پېل برطانيې د ترکي عثماني خلافت د ختمولو لپاره مټې انغښتې وې. د هند مسلمانانو د خلافت تحريک پېل کړې و چې مرکز يې عليګړ پوهنتون و. هلته د پيښورعبد الرحمان هم سبق وئيلو. دی د حاجي غلام صمداني زوی، د يونس خان ورور او په ۱۸۸۰ م کې زيږيدلې و.
په عليګړ کې ډېرو ځوانانو غوښتل چې ترکي ته لاړ شي او جهاد کې برخه واخلې خو د انګريزحکومت له خوا بنديز و. د طب يو محصل مختار احمد انصاري يوه طبي ډله جوړه کړه او ترکي ته د تلو اجازه يې واخيسته. په دې ډلې کې ۲۴ ډاکټران او روغتياي کارکوونکي وو. عبد الرحمان خپل ځان د يو نرس په توګه چې سټريچر(تسکره) يې اوچتوو، ورسره مل شو. د سفر لګښت د دوی پخپله غاړه وه او ۲۶ کلن عبد الرحمن توقع نه کوله چې پلار به ورته د دې سفر اجازه يا خرڅ ورکړي. هغه بمبۍ نه استنبول ته د سفر لپاره خپل ټول سامان او کتابونه خرڅ کړل. په لاره دوی ته د طبي مرستو روزنه ورکړې شوه.
په ۱۹۱۲ م کې د بلقان جنک تود و او په اروپا کې ميشتو ځينو شته منو هندي مسلمانانو په “ګېليپولي” کې يو مواقتي روغتون جوړ کړې و چې د ترک پوځيانو درملنه يې کوله.
د بلقان د جنګ په پای کې نور زده کوونکي بيرته هند ته لاړل خوعبد الرحمان هم هلته پاتې شو. ده خپل ځان په ترک پوځ کې شامل کړو، په استنبول کې يې روزنه وشوه او د “چناکلي بوغازي” د جنګ په وخت هغه د ترکي په دفاعي ځواک کې شامل و. دی په لومړي نړۍ وال جنګ کې په ګېليپولي کې وجنګيدو او درې وارې ټپي شو. وروسته هغه د پوځي خدماتو لپاره يې بيروت ته ورواستاوو.
د جنګ په پاې کې جرمني او ترکي ماتي وخوړه او اتحادي ځواکونو استنبول ونيولو. مصطفی کمال پاشا په انګوره(انقره) کې د اتحادي ملکونواو د عثماني خليفه په مخالفت يو مواقتي حکومت جوړ کړو او عبد الرحمن هم ورسره مله و.
آخوا په پيښور کې د عبد الرحمن مور ورته په ليکونو کې زارۍ کولې چې بيرته راشه خو هغه مور ته وليکل چې تر څو مسلمانان تر حملې لاندې دي، زه بيرته نشم راتلې.
عبد الرحمن څه وخت لپاره د ترکي د اناطولو خبري اژانس لپاره د بهرني خبريال په توګه کار کوو. د ترکي نامتو ليکواله خالده اديب او يو بل ژورناليسټ يونس نادي هم ورسره وو. دوی په يو وړوکي دفتر کې د خپلواکۍ د جنګ خبرونه ليکل. يونس نادي پخپلو يادښتونو کې وايي چې عبد الرحمان به په يوې ګوتې په سرعت ټايپ کوو.
په ۱۹۲۱ م کې عبد الرحمن د ترکي له خوا د افغانستان سفير وټاکل شو. د ده څېره کټ مټ د خپلواکۍ د يو بل ترک مخکښ رؤف بې په شان وه چې وروسته د ترکي وزيراعظم شو. د اتاترک مخالفانو د رؤف بې د وژلو لپاره سازش وکړو خو قاتلان غلط شول او عبد الرحمان يې ووژلو.
د ترکي حکومت د ده په مړينې غمرازي ښکاره کړه او دی يې په ډېر درناوي استنبول کې خاورو ته وسپارلو. د ترکي د خپلواکۍ په اتلانو کې د پيښوري عبد الرحمن بې نوم ډېر په وياړ يادېږي.
سرچينې
۱.غازي عبد الرحمن شهيد پشاوري- (اردو) پروفيسرابوسلمان شاهجهانپوري، ۱۹۷۹ م محمد يوسف ( ورور) له خوا چاپ شو.
۲.ويبپاڼو نه

صفيه حليم له بلاگ څخه

 

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button