افغانستانخبرونه

عبدالله: ولسمشر د پاکستان په غوښتنه له نواز شریف سره ګوري

تمه ده نن ولسمشر غني په پاریس کې د اقلیم د کانفرانس په څنډه کې د پاکستان له لومړي وزیر، نوازشریف وګوري. اجرایي ريیس عبدالله عبدالله رسنیو ته وویل: «د پاکستان ملي عوامي ګوند استازو د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف د ملاقات غوښتنه ولسمشر ته وسپارله او دغه غوښتنه د ولسمشر له لورې منل شوې ده. دواړه خواوې به پاریس کې د اقلیم د کنفرانس په څنډه کې سر وګوري. تمه کیږي چې دغه ملاقات به د دواړو هیوادونو ترمنځ شته واټن له منځه یوسي».

له تېرو څلور میاشتو را په دې خوا د کابل او اسلام اباد ترمنځ سیاسي فضا خړه پړه شوې ده. د دغې کتنې غوښتنه د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف کړې ده. د طالبانو د پخواني مشر، ملا محمد عمر د مړینې خبر له خپرېدو وروسته د پاکستان په نوښت د سولې بهیر په ټپه ودرېد. پاکستان له څه مودې راهیسې هڅې کوي چې د سولې بهیر بیا پيل شي. د ولسمشر سلاکار، حنیف اتمر تېره اوونۍ وویل، چې د سولې پر داسې یوه میکانیزم کار کوي چې پر بل هېواد تکیه نه لري.

د دې تر څنګ د سیاسي چارو کارپوهان په دې نظر دي چې ولسمشر باید د اسلام اباد په ژمنو تېر نه وځي. باید نواز شریف ته خپلې غوښتنې په ښکاره ډول څرګندي کړي. عبدالرووف انعامي د ولسي جرګې منشي وویل: «دولت باید له هغه چا سره مذاکرات وکړي چې زموږ د غولولو پلان ونه لري».

د ملي یووالي حکومت په خپلو لومړیو لسو میاشتو کې له اسلام اباد سره د ښو اړیکو لرلو کوښښ وکړ چې د سولې په بهیر کې له دوی سره مرسته وکړي. تر دې چې د دواړو خواوو ترمنځ اړیکي ډیرې خوږې او نواز شریف داسې څرګندونې وکړې چې د «افغانستان دښمن زموږ دښمن دی او د افغانستان ملګری زموږ ملګری» دی.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button