افغانستانراپورونه

عبدالله عبدالله: د ولسمشر غني طرحه “یوازې د هیلو یو لېست” ده

د افغان حکومت اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د سولې په تړاو د جمهور رییس غني د سولې اووه ماده ییزه طرحه له واقعیته لېرې وبلله.

ده د فرانسې له خبري اژانس سره په خبرو کې د یادې طرحې اهمیت د پوښتنې وړ وباله او زیاته یې کړه، چې تر اوسه هېچا دغه طرحه جدي نه ده نیولې او دا یوازې د هیلو یو لېست دی.

بلخوا، د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي پر خپل ټویټرپاڼه د اجراییه رییس نیوکو ته په ځواب کې ویلي، چې دا د ښاغلي عبدالله کمزوری سیاسي قضاوت او دریځ دی.

دا په داسې حال کې ده، چې جمهور رییس غني تېره میاشت له طالبانو سره د سولې لپاره اووه مادییزه طرحه اعلان کړه، چې په دغه طرحه کې تر ټولو مهم شرط له طالبانو څخه د یو میاشتني اوربند غوښتنه وه.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه د حکومت د اعلان شوې طرحې په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.

Related Articles

Back to top button