افغانستانراپورونه

عبدالله عبدالله: د مسعود پلویانو سره د ځانګړو پولیسو چلند غېر انساني وو

د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس او د پخواني جهادي قومندان یو نږدې ملګري عبدالله عبدالله ویلي چې د مسعود د مړینې د ورځې د نمانځونکو سره د پولیسو چلند غېر مسلکي او غېر انساني وو.
پرون د کابل ګارنېزون پولیسو لسګونه هغه کسان ونیول چې غېر قانوني وسلې یې ګرځولې او هوایي ډزې یې کولې.
د دوی په مخامخ ډزو کې یو پولیس هم ووژل شو.
د کابل د پولیسو ویاند حشمت ستانکزي او د ارګ ویاند شاه حسین مرتضوي د عبدالله عبدالله خبرې غندلي دي.

Tags

Related Articles

Back to top button