افغانستانخبرونهسلايډ

عبدالله عبدالله خپله شتمني په ډاګه کړه

د اداري فساد پر ضد د مبارزې عالي ادارې د ملي يووالي حکومت اجرايي رييس، عبدالله عبدالله شتمني خپره کړې ده او له خلکو یې غوښتي چې که د ښاغلي داسې پانګه ورته معلومه وي چې ثبت شوې نه وي، نو دغه ارګان دې خبر کړي.

دغه معلومات د انیس ورځپاڼې په نننۍ (لیندۍ ۷) ګڼه کې خپاره شوي. د معلوماتو پر بنسټ ښاغلی عبدالله په ۱۹۶۰ کال کې زېږېدلی او د طب پوهنځي لېسانس لري. له ۱۳۸۱ راهیسې، د بهرنیو چارو وزیر، احمدشاه مسعود د بنسټ عمومي منشي، د حکومت د اپوزیسیون مشر او د ملي يووالي حکومت اجرايي رييس په توګه یې دندې ترسره کړي.

د اجرايي رييس مېرمن او څلور بچیان په هند کې اوسېږي. د هر بچي کلنی لګښت یې ۳۰زره روپۍ (شاوخوا ۴۶۰ډالر) تر ۳۵زره هندي روپيو (شاوخوا ۵۳۰ډالرو) پورې دی.

د دغه لیکلړ پر بنسټ، د عبدالله عبدالله کورنۍ ۱۰۰زره هندي روپۍ (۱۵۰۰ډالر) د کور میاشتینۍ کرایه ورکوي. د کورنۍ میاشتینی لګښت یې هم ۶۰زره روپۍ (شاوخوا ۹۳۰ډالر) دي او ۸زره روپۍ هم هره میاشت د برېښنا او اوبو لګښت پرې کوي.
ښاغلي عبدالله د خپلو منقولو پانګو کچه ۱۰میلیونه افغانۍ (له ۱۵۳زرو زیاتو ډالرو) په کچه یاده کړې دع. ده ویلي، چې د الفلاح بانک په کابل څانګه کې یې په حساب کې اووه زره ډالر دي.

په دغه نوملړ کې راځي، د ښاغلي عبدالله د یوې ګړۍ بیه یې ۴۵۰زره افغانۍ (شاوخوا ۶۷۰۰ډالر) ده او د بلې بیه یې ۴۳۰زره افغانۍ (شاوخوا ۶۴۰۰ډالر) دي چې د ده په وینا، دواړه سوغاتونه دي. ده لیکلي، چې مېرمن یې هم د سرو زرو یو سیټ لري چې ۵۰۰زره افغانۍ (شاوخوا ۷۴۰۰ډالر) ارزښت لري.

عبدالله ویلي، چې درې موټر لري، چې یو یې په ۱۰۰زره ډالرو اخیستی، دویم په ۲۰زرو.

اجرايي رييس لیکلي، چې یو کور د کابل په کارته پروان کې او یو جریب ځمکه په پغمان ولسوالۍ کې لري، چې دواړه یې د مېرمنې په نامه دي. دی په خپله هم د کابل په پغمان کې یو بڼ او په پنجشیر کې یو میلمستون لري.

د عبدالله عبدالله په خبره، هره میاشت له ۲۹۸زره افغانیو حقوقو او ۱۰۰زره افغانیو د میاشتیني لګښت پرته نور عاید نه لري.
د پخواني حکومت پر مهال هم ځینو لوړپوړیو چارواکیو خپل عایدونه ثبت کړل؛ خو د پوښتنې ځای دا دی، چې د دغو چارواکیو میاشتیني لګښتونه د دغو پانګو څو برابره وي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button