افغانستان

عامې روغتيا وزارت: روان کال لس زرو کسانو د ځانوژنې هڅه کړې

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې هېواد کې د ځانوژنې کچه په بې ساري ډول پورته تللې ده. وزارت وايي د تېرو کلونو په پرتله د ځانوژنې هڅې خورا ډېرې شوي او روان کال دغه شمېره له لسو زرو کسانو اوښتې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د روغتيا د نړيوال سازمان د شمېرو له مخې نړۍ کې د هغو کسانو شمېر اته سوه زره کېږي، چې هر کال ځانونه وژني. همدا راز د ځانوژنې د هڅو کوونکو شمېر د دې څلوېښت برابر زيات ښودل شوی دی.

د دغه سازمان له راپور سره سم ځانوژونکو کې د نړۍ د ټولو هېوادونو وگړي شامل دي خو دا کچه په هغو هېوادونو کې ټيټه ده، چې خلک يې لوړ اقتصاد لري.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د سپتمبر د لسمې په مناسبت خبر ورکړی، چې روان زېږديز کال کې له لسو زرو ډېرو افغانانو هڅه کړې خپل ځان ووژني، په دوی کې ډېری برخه مېرمنې جوړوي. د وزارت له راپور سره سم څلور کاله وړاندې دا شمېره يوازې له زر تنو يو څه ډېره وه.

د روغتيا وزارت له راپور سره سم يوازې هرات کې له شپږو مياشتو په لږه موده کې پنځو سوو کسانو د ځانوژنې هڅه کړې چې شل تنه يې بريالي شوي هم دي.

د افغانستان د روغتونونو ډاکټران وايي، د ځانوژنې تر ټولو ستر لاملونه بې وزلي، بې روزگاري او کورنی تاوتريخوالی دی. همدا لامل دی چې د ځانوژنې هڅه کوونکي کسان نږدې ټول ځوانان دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button