افغانستانخبرونه

ظاهر قدیر: قطري شهزاده د زبیر مسعود په غوښتنه هرات ته راغلی و

د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر د احمد ضیا مسعود زوی، زبیر مسعود په دې تورن کړ چې قطري شهزاده او ورسره نور ملګري یې د ده په بلنه هرات ته راغلي ول.
شل شپې مخکې یوې قطري الوتکې چې شاوخوا لس لوکس موټر او ورسره څه خواړه هم وو، د هرات هوایې ډګر کې له اجازې پرته ناسته کړې وه. له دې پېښې وروسته پولیسو شپږ کسان بندیان کړل او ولسمشر د څو نورو کسانو دندې وځنډولې چې په دوې کې د هوایي ډګر مسوول هم شامل دی.
دغه راز دوه ورځې وړاندې د ترانسپورت وزیر محمدالله بیتاش، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، او د هوایي ډګر مسوول حامد ولسي جرګي ته وویل چې دغه الوتکه د هوايي ډګر د مسولینو په اجازې ناسته کړې وه او تمه کېده چې درې نورې الوتکې به هم ناسته کوي.
بیتاش زیاته کړه «الوتکې د ډګر د چارواکو په اجازې ناسته کړې وه، خو حامد چې د ډګر مسوول دی له دې خبر نه و». له دې وروسته حاجي ظاهر قدیر وویل: «چارواکي له هر څه خبر دي، خو دوی نه غواړي چې ولسي جرګه له دې رازونو خبره شي». ده همدارنګه زیاته کړه چې «قطري شهزاده زبیر مسعود ته ۲ میلیونه ډالر نغد ورکړي او ورسره یې ژمنه کړې چې ډېر ژر به ورته ۲۰ لنډکروزر، ۳۵ پیک اپ موټر، او یوه خیمه چې ۷۰۰۰۰۰ ډالر ارزښت لري، د دې معاملې په بدل کې ورکوي».
د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وویل: «موږ به د دې قضیې پلټنه وکړو تر څو نورو حقایقو ته ورسېږو».

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button