افغانستانخبرونه

ظاهر قدیر د ولسمشر پلاوی د حکومت په پلوۍ تورن کړ

د ولسي جرګې د رييس مرستیال، ظاهر قدير د ملي امنیت سلاکار، حنیف اتمر د دندې ځنډولو غوښتنه کړې. قدیر ويلي، يوازې په هغه صورت کې به د ولسمشر له پلاوي سره همکاري وکړي، چې د اتمر دنده وځنډول شي.
ظاهر قدير د روانې لیندۍ مياشتې په دويمه نېټه د پارلمان غونډه کې وويل: «قسم په خدای چې د داعش د لومړۍ کرښې قوماندانان او مسوولان کابل کې اوسېږي، په خدای قسم سفارتونو ته ځي، په خدای قسم زموږ امنيتي ادارو ته ځي».
نوموړي پر امنيتي ادارو په نيوکه کې وويل: «د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار ټول افغانستان قبضه کړی دی او د تباهۍ لور ته يې بيايي، خو هيڅوک نه شته چې خپل غږ پورته کړي».
د قدير دغو څرګندونو ولسمشر مجبور کړ چې د څېړنو لپاره يې يو پلاوی وټاکي.
خو ظاهر قدير يو وار بيا د ولسي جرګې غونډه کې وويل، يوازې هغه وخت له دغه پلاوي سره همکارۍ ته چمتو دی، چې د حنيف اتمر دنده وځنډول شي.
هغه د ولسمشر دغه اقدام وستايه خو په وينا يې د اتمر د دندې ځنډولو غوښتنه ځکه کوي، چې په دنده پاتې کېدل يې پر څېړنو منفي اغېز کوي.
قدير دعوه وکړه، چې د ولسمشر له لوري ټاکل شوی پلاوی دولت پلوه دی او بايد په جوړښت کې يې د درې ګونو قوو استازي حضور ولري.
د ولسي جرګې لومړي مرستيال په تېرو ورځو کې د دفاع او کورنيو چارو وزيرانو او د ملي امنيت د رييس ګډې ناستې ته په اشارې وويل، چې دوی يو ډول خپل زور وښود، د هغه په وینا «ده ته اخطار او خپله دکتاتوري ښودل» دي.
سره له دې چې د قدير له لومړيو څرګندونو وروسته ملي امنيت رياست او دفاع او کورنيو چارو وزارتونو غبرګون وښود او هغه يې د ملي ګټو پر ضد وبللې، خو قدير وايي، د خپلو خبرو د ثبوت لپاره پوره شواهد لري او څو مياشتې وړاندې يې هم په دې اړه ولسمشر او ټولو نړيوالو او دولتي ادارو ته د مکتوب له لارې خبر ورکړی و.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button