افغانستانسلايډ

قدیر: ملي امنیت شورا د داعش ملاتړ کوي

د ولسي جرګې لومړی مرستیال ادعا کوي چې د داعش ډلګۍ مسوولین په کابل کې ژوند کوي او د ملي امنیت شورا ددغې ډلې ملاتړ کوي.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال حاجي ظاهر قدیر درې میاشتې وړاندې ننګرهار ته تللی و، څو د داعش په نوم ډلګۍ سره مبارزه وکړي.

نوموړي د ولسي جرګې په عمومي ناسته کې وویل چې د داعش پر ضد مبارزه کې ورسره حکومت هېڅ ډول مرسته ونه کړله او ده چې څومره امکانات درلودل خپلو ملګرو ته یې برابر کړل.

ظاهر قدیر ادعا وکړله چې که هغو ورځو کې جلال اباد ته نه و تللی، جلال اباد په ۲۴ ساعتونو کې سقوط کړی و او د همدې لپاره پلان جوړ شوی و.

هغه په دې اړه جزییات ورنه کړل چې څه ډول يې د طالبانو دغه پلان شنډ کړ، خو ویې ویل چې «دا چې څه ډول د دښمن پلان شنډ شو، نورو جزییاتو ته اړتیا لري».

د ولسي جرګې لومړي مرستیال همدا راز وویل چې د پاکستان څخه شینوارو ولسوالیو ته تر ۲۰زرو پورې کورنۍ راغلي چې ډیری یې پاکستاني کارتونه لري او همدوی د سیمې په نا امنۍ کې لاس لري.

دی وايي چې دغو کورنیو ته یې اعلان کړی چې افغانستان پریږدي، خو حکومت په مستقیم او غیرمستقیم دوی لپاره موانع ایجادوي.

د قدیر له قوله دی کافي اسناد لري چې د ملي امنیت شورا په دې هر څه کې لاس لري او په مناسب وخت کې به دغه اسناد ولسي جرګې ته وړاندې کړي.

ظاهر ادعا وکړله چې «همدا اوس تاسو خبر لرئ چې په خدای قسم د داعش قومندانان او مسوولین په کابل کې ژوند کوي، سفارتونو ته ځي، امنیتي ادارو ته ځي».

نوموړي حنیف اتمر ته په اشارې وویل چې «د سلاکار دنده محض مشوره ورکول دي او هېڅ صورت اجراییه صلاحیتونه لري، خو نن سلاکار کُل ټول افغانستان قبضه کړی او افغانستان يې د بربادۍ مخې ته روان کړی او هېڅوک نشته چې پر وړاندې یې غږ پورته کړي».

هغه د ملي امنیت سلاکار ته په خطاب کې وویل چې « ته راځه، زه او ته د یوه سمت یو، زه د جلال اباد یم او ته د لغمان یم، ته د ټول قوت او واک سره خپل کلي ته لاړې، زه دې بیا منم، خو زه خپل کلي ته ځم».

په عین حال کې د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ د ولسي جرګې لومړي مرستیال څرګندونې غیرمسوولانه او له حقیقته لرې ګڼلي او په کلکو ټکو رد کړي دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button