افغانستانراپورونه

طالبان: کوښښ کوو د تړون مواد د اسلامي او ملي ګټو په اساس نهایي کړو

طالبان وایي، پرون د عرفې په ورځ او نن د لوی اختر په لومړۍ ورځ له غرمې وروسته هم له امریکایانو سره په خبرو اترو بوخت وو.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په ټوېټر لیکلي چې تېرو څو ورځو کې دواړو لورو ان د شپې تر دولسو او یوې بجو پورې د تړون په موادو کار کاوه.
نوموړي زیاته کړې، کوښښ کوي چې د تړون ټول مواد د اسلامي او ملي ګټو په اساس دقت سره نهایي او اعلان ته چمتو کړي.
قطر کې د طالب-امریکا تر منځ اتم پړاو خبرې روانې دي او تمه کېږي چې څو ورځو کې به تړون نهایي او لاسلیک شي او له افغانستانه به د بهرنیو ځواکونو وتل پېل شي.

Tags
Back to top button