افغانستانراپورونه

طالبان: کندهار کې نفوذي طالب ۱۲ امریکایي پوځیان وژلي

د کندهار هوايي ډګر د عامه نظم يوه افغان سرتيري پر بهرنيو پوځيانو ډزې کړي او نوموړی افغان هم د بهرنيانو په ځوابي ډزو کې وژل شوی دی.

تر اوسه د پېښې د تلفاتو په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.

له پېښې وروسته هوايي ډګر ته ټولې تللې لارې تړل شوي، خلک او موټر په لارو کې بند پاتې دي.

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموريت تر اوسه د پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې ويناپاڼه کې ويلي، چې يوه افغان سرتيري په هوايي ډګر کې پر بهرنيانو ډزې کړي او په وينا يې ۱۲ بهرني عسکر وژلي.

احمدي وايي، د صفي الله په نوم دا سرتېری د لغمان و، له تېرې اوږدې مودې د دوی نفوذي و او د دغې يوه حالت په تمه و.

Tags

ورته مطالب

Back to top button