افغانستانخبرونه

طالبان پگواش نړیواله ناسته کې گډون کوي

د جنورۍ په ۲۳مه نېټه، د شنبې ورځ قطر د افغانستان د سولې اړوند د پگواش نړیوالې ناستې کوربه دی. د پگواش بنسټ مخکې هم د افغانستان سولې اړوند نړیوالې ناستې رابللي چې د طالبانو د استازو په گډون یې خپلواک افغان شخصیتونه هم بللي وو.

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې تایید کړې چې په قطر کې به یې د سیاسي دفتر غړي په دغه ناسته کې گډون وکړي. پگواش ناستې ته له افغانستان څخه هم د حکومت په گډون ځینې شخصیتونه بلل شوي.

د سولې عالي شورا یوه غړي ویلي چې د شورا استازي پگواش ناسته کې گډون نه کوي.

د سیاسي چارو کارپوه، احمد سعیدي چې دغې ناستې ته بلل شوی، وايي افغان حکومت ناستې ته خپل استازي نه لېږي. د سعیدي په خبره، افغان حکومت د قطر ناستې پر ځای څلور اړخیزه ناسته تاییدوي.

ذبیح الله مجاهد وايي: «[پگواش] یو ځل بیا د افغانستان اسلامي امارت ته بلنه ورکړې چې د افغانستان د ستونزې د حل لارو د موندلو لپاره په جوړېدونکي کنفرانس کې گډون وکړي».

مجاهد وايي: «اسلامي امارت دغه بلنه منلې، او د سیاسي دفتر استازي به يې په دغه تحقيقاتي کنفرانس کې ګډون وکړي، اسلامي امارت غواړي له دا ډول کنفرانسونو او فرصتونو څخه په سالمه استفاده، د خپل ولس برحقه داعيه او روا دريځ خپله مخامخ د نړیوالو تر اذهانو پورې ورسوي».

د طالبانو ویاند وايي، دغه ناسته څېړنیزه ناسته ده چې پر ستونزو او مسایلو اکاډیمیک بحث کوي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button