
د طالبانو له لوري په یو خپاره شوي بیان کې راغلي چې د صلاح الدین ایوبي په نوم د عسکرو له یو روزنځي څخه لسګونه طالب کمانډو ځواکونه فارغ شول.
بیان وایي چې دغو عسکرو ته تکړه او ماهرو استادانو روزنه ورکړې چې اوس د جګړې په لیکو کې ګومارل شوي.
بیان چې په شهامت نومي وېبپاڼه کې له تصویرونو سره خپور شوی زیاتوي چې عسکر د تعرض، کمین او چاپو د مخنیوي وړتیا لري.
دوی وایي دغه نوي وسله وال یې د پوځي وسایطو د چلولو، د وسلو د ترمیم او د یخنۍ او ګرمۍ سره مقاومت لري.
یو تن استاد ویلي چې په ټوله اسیا کې په دغه کچه کماونډویي عسکر نه دي روزل شوي.