افغانستانسلايډ

طالبان: سوله لرې نه ده

طالبانو ويلي دي چې په افغانستان کې د سولې او آرامۍ راوستل لرې خبره نه ده او ژر ده چې افغانان له «فاسد حاکميت» څخه وژغورل شي.
دغه څرگندونې طالبانو په يوه تازه خبرپاڼه کې کړي چې په ۱۳۷۵ شمسي کال کې کابل ته د دوی د ننوتلو د کليزې په مناسبت يې خپره کړې ده. دغه خبرپاڼه کې، چې ځلاند خبري پاڼې ته يې هم يوه کاپي استول شوې ده، ويل شوي چې د ميزان شپږمه د افغانستان په تاريخ کې يوه نه هېرېدونکې ورځ ده، ځکه چې «د افغانستان د تاريخ يوه توره پاڼه په کې واوښته» او «د تنظيمي هرج و مرج کرغېړنه دوره پای ته ورسېده.»
د ۱۳۷۵ شمسي کال د ميزان پر شپږمه نېټه، طالبان له يو لړ اوږدو جگړو وروسته کابل ته د ننوتلو جوگه شول. هغه مهال کابل ته د ننوتلو پر مهال کورنۍ جگړه له کابل څخه شمال ته انتقال شوه او د هېواد ډېره برخه کې آرامي رامنځ ته شوه.
خبرپاڼه وايي چې د ميزان له شپږمې نېټې وروسته طالبانو افغانستان ته امن، سوله او درنښت راوړ. خبرپاڼه زياتوي چې پر دغه نېټه په داسې حال کې چې طالبان د شپې کابل ته ننوتل، «نه د چا کور لوټ شو، نه ملکي خلکو ته زيان واوښت، نه دولتي ادارې، بانکونه، دوکانونه او صرافۍ چور شوې».
طالبانو ويلي چې په افغانستان کې اوسنی واکمن حالت د ۱۳۷۵ش کال له ميزان د شپږمې نېټۍ مخکې حالت ته ورته دی. دوی د غلا، اختطاف او وژنو په گډون نورو ناامنيو ته گوته نيولې او زياته کړې يې ده چې د کورنيو جگړو په څېر اوس هم «پروني ټوپکيان يو ځل بيا د کابل د تپو په سر له يو بل سره ډغرې وهي».
د خبرپاڼې په پای کې ويل شوي چې دغه ډول حالت کې «لرې نه ده چې کابل يو ځل بيا د سولې، صلاح او اسلامي نظام مخ وويني».

 

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button