سلايډګنګوسې

طالبان: د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډولو په اړه خبرې روانې دي

په قطر کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ نهم پړاو خبرې روانې دي او ویل کېږي چې خبرې بشپړې شوي او ژر به یو تړون لاسلیک شي.
تړون کې به له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو خبره هم شامله وي.
بل خوا، سپوتنیک د یو شمېر سرچینو له قوله لیکلي چې اوس له امریکا سره د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د ځنډولو پر سر خبرې کېږي.
رسنۍ طالبانو ته د نزدې سرچینو له قوله زیاتوي چې په دې هم خبرې شوي چې ولسمشر محمد اشرف غني به واک پرېږدي او عبدالله عبدالله به د حکومت د سرپرستۍ دنده په غاړه اخلي.
ولسمشر غني بیا په ځلونو د موقت حکومت د جوړېدو خبره رد کړې او د ټاکنو په ترسره کولو سخت ټینګار کوي.

طالبانو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

Tags

Related Articles

Back to top button