راپورونهسيمه او نړۍ

طالبان د سپتمبر بریدونو کې د القاعدې لاس لرل ردوي

د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له امریکایي CBS رسنۍ سره خبرو کې ویلي، افغانستان کې د جګړې پای ته رسول اړین دي.
شاهین د ۲۰۰۱ د سپتمبر د یوولسمې بریدونو کې د القاعدې لاس لرل نه مني.
شاهین ویلي، تر اوسه (مالومه نه ده) چې څوک د هغو بریدونو تر شا وو.
که څه هم چې القاعدې د بریدونو مسوولیت منلی دی، خو شاهین ویلي، که شواهد وي او ورکړل شي، نو دوی به مسوول کس محاکمه کړي.
د امریکا په اسمانڅکو ودانیو باندې بریدونو کې څو زره کسان ووژل شول. د بریدونو پر مهال د القاعدې مشر اسامه بن لادن په افغانستان کې و.

Tags

ورته مطالب

Back to top button