افغانستانراپورونهسلايډ

طالبان: د سولې د تړون لاسلیک نږدې دی

طالبان وایي، له امریکا سره د سولې تړون کول نږدې دي.
یو طالب چارواکي، چې د طالب مذاکراتي ټیم برخه دی، الجزیرې ته ویلي له امریکا سره یې اتم پړاو خبرې ګټورې وې.
دغه چارواکي، چې نوم یې نه دی ښودل شوی، زیاته کړې چې تړون نږدې دی او راتلونکو اوونیو کې به اعلان شي.
خو چارواکي د تړون په اړه نور مالومات نه دي ورکړي.
قطر کې د طالب-امریکا اتم پړاو خبرې دوه ورځې وړاندې پای ته ورسېدې چې د امریکا استازي زلمي خلیلزاد هم ګټورې بللي.
ویل کېږي اوس دواړه لوري له خپلو مشرانو سره د تړون د موادو او راتلونکو ګامونو په اړه مشوره کوي.

Tags
Back to top button