افغانستانراپورونهسلايډ

طالبان: د خبرو د ودرېدو ډېر تاوان به امریکا ته ورسېږي

طالبانو په یو اعلامیه د امریکا د ولسمشر له لوري له طالبانو سره د خبرو-اترو د ودرولو اعلان ته غبرګون ښودلی.
اعلامیه وایی چې له امریکا سره یې خبرې نهایي شوې وې او ټاکل شوې وه چې د روانې سپتمبر په ۲۳ به د بین الافغاني خبرو لومړۍ ورځ وي.
اعلامیه وایي چې د ډونلډ ټرمپ له لوري د خبرو ودرول به له هر چا ډېر تاوان امریکا ته ورسوي.
“اعتبار به یې زیانمن شي، سولې ضد دریځ به یې نور هم نړۍ ته ښکاره شي او د سر و ملا زیان له زیات شي.”
طالبانو ویلي، د خبرو جاري ساتلو و ښوده چې جګړه پر دوی تپل شوې ده.
اعلامیه وایي چې که د جګړې پر ځای د تفاهم لاره خپله شي، نو طالبان ورته ژمن دي.

Tags

Related Articles

Back to top button