افغانستانسلايډ

طالبان د ټاپي پیلېدونکې نل‌لیکې پروژه کې «مشروطه همکاري کوي»

تېره اوونۍ داسې خبرونه خپاره شوي وو چې بادغيس کې د طالبانو جنګیالیو څرګنده کړې وه چې تر هغې به د ټاپي پروژې د تېرولو اجازه ورنه کړي

چې تړون کې د دوی وزیر لاسلیک ونه کړي.

اوس طالبانو ته نژدې ځینو سرچینو ځلاند ته څرګنده کړې چې د طالبانو رهبري شورا اراده لري چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ټاپي ګازو نل لیکې پروژه کې د یوه مسوول اړخ په توګه «په مشروط ډول» برخه واخلي.

سرچینه د طالبانو له خولې وايي په هغه صورت کې تړون مني چې: «په هغه صورت کې، چې په دې پروژه کې د افغانستان د خلکو ښېرازي او پرمختګ یقيني وي او دغه پروژه د نړيوال معيار او ښکاره اصولو له مخي پلي شي».

طالبان وايي، مشرتابه يې غواړي دوی به د يوه ثابت تړون له مخې د «څرګندو اصولو او شرايطو د منلو په بدل کې» له دې کار سره موافقه وکړي. دا لا نه ده معلومه چې طالبان به د کومو شرایطو په بدل کې د دغې پروژې برخه شي.

طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال له یونیکال نړیوال شرکت سره دغسې یو تړون لاسلیک کړی و چې پر طالبانو د نړیوالو بندیزونو له امله یې کار وځنډېد.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button