خبرونهسلايډ

طالبان د «بشري حقونو څارونکي ادارې» راپور ردوي

نن (چهارشنبې) په نیویارک کې مېشت د بشري حقونو څارونکي ادارې راپور ورکړ چې طالبانو د تېر کال له نیمایي راهیسې په خپلو لیکو کې د لږ عمر ماشومانو څخه گټه پورته کړې ده.

دې راپور زیاته کړې ده چې د دې ماشومانو عمرونه د ۱۲ او ۱۷ کلونو تر منځ دي چې له جنگي زده‌کړو وروسته ترې گټه پورته کېږي.

د بشري حقونو څارونکې اداره دعوه کوي چې له دې ماشومانو څخه د هېواد په شمال برخه کې ډېره گټه پورته شوې ده. د دوی د راپور له مخې د دې ماشومانو څخه ډېری په کندوز، تخار او بغلان سیمو کې خپل ژوندونه له لاسه ورکړي دي.

طالبانو د بشري حقونو څارونکي ادارې دغه راپور په بشپړ ډول رد کړې ده. طالبان وایي چې دا د دوی د اصولو خلاف کار دی چې په جگړه کې له ماشومانو څخه گټه پورته کړي.

طالبانو د دوی راپور ځکه بې اساسه بللی دی چې تر دې دمه دې ادارې کوم شواهد نه دي وړاندې کړي.

داعش ډلې په دې وروستیو کې یوه ویډیو خپره کړې چې ځینې برخو کې ښکاري چې دوی ماشوم جنگیالي په کې روزي.

 

 

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button