افغانستانراپورونه

طالبان: د امریکا دیپلوماتیکې کړۍ اوس هم ورسره په تماس کې دي

طالبان وايي د امريکا ديپلوماتيکې کړۍ ورسره تماس کې دي او ډاډيې ورکړی چې مذاکراتي بهیر به بیرته پيلوو.

په قطرکې د طالبانو استازو ويلي د مذاکراتو د درولو په اړه د ټرمپ له ورستیو څرګندونو نه يوه ورځ وروسته د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلراد طالب استازو ته تلیفون وکړ او ورته يې وویل چې د ټرمب په ځواب کې دي له زغمه کار واخلي.

ځکه چې امریکايان د مذاکراتو پلويان دي او دا بهیر به له څه مودې وروسته هرومرو بيا پيليږی.

بل لورته ځینی طالب مشران د خلیلزاد په دي خبره شک لری چې هسي نه امریکایان د طالبانو د عملیاتو د تېزولو مخه په همدي خبرو نیول غواړي

Tags

Related Articles

Back to top button