افغانستانراپورونه

طالبان: جګړه پر موږ امریکا تپلې، سل کاله ورسره جنګېدلی شو

طالبان وایي، امریکا پرې جګړه تپلې او دوی ورسره سل کاله جګړه کولی شي.
د طالبانو د قطر د دفتر یو مشر عباس ستانکزي ار ټي سره خبرو کې ویلي، امریکایي پوځیان په افغانستان کې دي، نه د دوی مجاهدین په واشنګټن کې.
خو د دې تر څنګ ستانکزی وایي چې له امریکا سره د سولې خبرو ته ژمن دي.
هغه زیاتوي، دریځ یې دادی چې له خبرو اترو پرته د حل لاره نه شته.
خو ستانکزی دا هم وایي چې که چېرې امریکا خبرې او سوله کول نه غواړي، نو طالبان به دفاع ته اړ وي.
طالبانو او امریکایانو نهه میاشتې خبرې وکړې او یو توافق ته رسېدلي وو، خو د امریکا ولسمشر ظاهراً کابل کې د بو امریکایي پوځي په وژلو روانې خبرې بندې کړې.

Tags

Related Articles

Back to top button