افغانستانسلايډ

طالبان: بغلان کې د برېښنا ستن موږ نه ده نړولې

دولتي ځواکونو پرون د بغلان مرکز پلخمري اړوند ډنډغوري سيمه کې د وسله والو طالبانو پر ضد د تصفيوي عملياتو د پيل کېدو راپور ورکړ. د بغلان مرستيال والي عبد القديم نيازي په دې اړه رسنيو ته ويلي و، چې: «عملياتو کې هوايي او زميني ځواکونه، اردو، پوليس، نظم عامه پوليس او کومانډو عسکر گډون لري».

د بغلان والي عبد الستار بارز تېره شپه د پلخمري- کندز لويې لارې تر څنگ په ډنډشهاب الدين سيمه کې د وسله والو له لوري د برېښنا د يوې ستنې د نړولو خبر ورکړ. هغه وويل، طالبانو دغه ستن د چاودنې په وسيله نړولې ده.

کابل کې د برېښنا شرکت مسوولينو وويل: د پېښې له امله کابل ته له ازبکستان راتېره دوه سوه پنځوس مېگا واټه برېښنا پرې شوې ده او د ښار ډېر اوسېدونکي يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د بغلان والي ويلي و، ډېر ژر به د ستونزې غم وخوري او برېښنا به بېرته راسمه کړي. خو نوموړي په تازه څرگندونو کې ويلي دی، چې دغه سيمه اوس هم د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې ده او امنيتي ځواکونه يې د پاکولو هڅې کوې، څو د برېښنا کار کوونکي د ستنې د سمولو او برېښنا وصلولو لپاره هلته ولاړ شي.

خو وسله والو طالبانو بيا رسنيو ته استولې خبرپاڼه کې د دغې ستنې د نړولو پړه د اردو پر عسکرو اچولې ده. طالب وياند ذبيح الله مجاهد په دې اړه ليکلي دي، چې ستن د اردو د عسکرو د توپونو په ډزو په نښه شوې او نړول شوې ده.

د بغلان مرستيال والي پرون د عملياتو په پيل کې ويلي وو: «اوسمهال له پلخمري څخه د طالبانو سيمې د توپ تر ډزو لاندې دي او زميني ځواکونه د ډنډغوري پر لور خوځېدلي دي».

د طالبانو اعلاميه کاږي، وروسته له هغه چې د اردو عسکر سيمه کې د دوی له لوري له سترو تلفاتو سره مخ شول، له لرې ځايونو يې پر کليو او عامو ځايونو د درنو وسلو ډزې وکړې، چې له امله يې ياده ستن هم ونړېده.

مجاهد وايي، «د برېښنا پرې کول يې جهادي جريان ته هيڅ گټه نه لري، نه په جگړې پورې تړلې موضوع ده، نو ولې به دوی پر خلکو برېښنا پرې کوي».

دولتي چارواکو لا د طالبانو د دغو څرگندونو په ځواب کې څه نه دي ويلي.

د برېښنا شرکت چارواکو له خلکو غوښتي دي، چې د ستونزې تر اواري د برېښنا استعمال لږ کړي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button