سلايډنظر او تحلیل

طالبان او د ملکي مرګ ژوبلې په اړه مجهول دریځ

انجينر عبدالحنان

د هيواد ليرې او نږدې سیمې هره ورځ د دولت او وسله والو مخالفينو د نښتو او ړندو ګذارونو شاهدې وي. هر لوري که مخالفين دي که دولت، د عامو افغانانو په مرګ ژوبله کې ځان بې قصوره ګڼي. دولت چې دبې شمېره کورنيو او باندنيو رسنيو تبلیغاتي مرسته ورسره ده، له لويه سره په دې اړه د خلګو په سترګو کې خاورې اچوي، حتی کله خو د خارجي قواوو په بمباري کې رامېنځ ته شوې ملکي مرګ ژوبله هم تر هغو نه مني، ترڅو چې پخپله خارجيان پرې اعتراف ونه کړي، په کندوز کې د بې پولې ډاکترانو د کلينيک فاجعه يې ښکاره بيلګه ده.

کله چې روان کال کې امریکایانو په لوګر کې د ملي اردو پر پوځي اډو بمونه وغورځول، د ارګ په اعلامیه کې د «غندنې» کلمه هم نه وه لیکل شوې. کله چې دولت د خپلو سرتېرو د وژلو عمل غندنې ته نه دی تیار، د عامو افغانانو به څه غم وخوړلی شي.

خو راځو اصلي موضوع ته چې وسله وال طالبان د دومرو سترو دیني دعوو برسيره د بې ګناه انسانانو په مرګ ژوبله کې ولي دومره ځان بې مسوليته ګڼي؟

د سړک غاړي ماینونه، د جاسوسي او د دولت د پلوۍ په تور د مرګ بيړنۍ پريکړې او دې ته ورته اعمال، له هر څه وړاندي د وسله والو طالبانو له خپلو ليکل شويو لايحو سره په ټکر کې دي، اوس چې طالبانو ته منسوب ځوانان په ځینو سيمو کې پخپل سر د خپلو بيړنيو پريکړو په رڼا کې پر خلګو اسلامي سزاګاني يا حدود پلي کوي، ايا د اسلام له نظره دا ډول حدود د يوې مرکزي اسلامي محکمي له اصولي پلټني او مراحلو پرته کوم اسلامي بڼه خپلولی شي؟

مياشت وړاندي د طالبانو نوي مشر په يوه غږيزه وينا کې پر خپلو افراد غږ وکړ چې دپلچک، سړک او ښوونځي په اړه له هر ډول اقدام نه ډډه وکړئ او له خلګو سره ناوړه چلند مه کوئ، خو په ځينو سيمو کې روان وضعيت ښيي چې په عامو طالبانو کې لا د دغې وینا اغیز د طالبانو د لایحو په څېر ګونګ دی.

که رښتيا وسله وال طالبان له خپل ولس او خلګو سره مينه او علاقه لري، نو لومړی بايد د هغوي د ژوند ساتنې په اړه مسئوليت احساس کړي، هغوي هره ورځ د مرګ له ګواښ سره مخ نه کړي او نه په هره وړه او غټه خبره د خپل افغان ورور ماشومان يتيمان کړي، خپل بې چاره ولس تهديد، توهين او تحقير نه کړي.

که د نړيوالو نيوکو په وړاندي طالبان په مطبوعاتو کې د ځان د دفاع هڅه کوي، دا خو هسي د تبليغاتي جګړې برخه ده، تر دې به دا ورته ښه وای، چې په دې اړه يې خپل عملي دسپلين مظبوط کړی واي او د بښني او عاطفي کلچر يې په خپلو افرادو کې عام کړی وای.

پر دې ولس خو هر چا خپل تکبر وازمویلو، چا يې د خولې ګوله ورنه واخيسته، چا عزت او شمله ورنه واخيسته!

نور که څوک ځان د دې خاورې بچي بولي، نو د دغه بې وزله او بيچاره ولس سره دي د ترحم او تعاطف رويه غوره کړي.

د يوه سوکاله، ودان او له جکړې پاک افغانستان په هيله!

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button