افغانستانسلايډ

طالبانو پښتونکوټ کې پراخې سيمې نيولي

د فارياب چارواکو خبر ورکړی، چې وسله والو طالبانو پښتونکوټ ولسوالۍ کې پراخې سيمې نيولې دي. هغوی وايي، د حکومتي چارواکو د بې غورۍ او اربکيانو د قوماندانانو د تسليمۍ له امله طالبان د دې سيمو په نيولو توانېدلي دي.

د فارياب د ولايتي شورا رييس محمد طاهر رحماني وايي، چې شاوخوا يو نيم زرو طالبانو له دوه ورځو راهيسې د پښتونکوټ ولسوالۍ تيلان سيمې د اربکيانو پر پوستو پراخ بريدونه پيل کړي وو او نن سهار يې دغه سيمه ونيوله.

نوموړي پژواک سره خبرو کې زياته کړې ده، چې د اربکيانو دوه قوماندانان رحمدل او راز محمد طالبانو سره له دوو ورځو جگړو وروسته د مهماتو او وسلو د خلاصېدو له امله تسليم شوي. د رحماني په وينا د ولايتي چارواکو او د ولايتي شورا د غړو له بيا بيا هڅو سره سره د ملي اردو د لومړۍ لوا مسوولينو مرسته ونه کړه او د اربکيانو دوه قوماندانان تسليمۍ ته اړ شول. ښاغلي رحماني نه ده څرگنده کړې، چې دواړو قوماندانانو سره څو تنه اربکيان تسليم شوي دي، خو د فارياب يوې بلې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط رسنیو ته ویلي، چې دې دوو قوماندانانو سره شپېته تنه اربکيان هم تسليم شوي.

چارواکي وايي، تيلان سيمه کې نږدې درې زره کورنۍ مېشتې دي او ستراتيژيک اهميت لري. د ولايتي شورا رييس گواښ کړی، چې که دولت د تيلان د بېرته نيولو او طالبانو ځپلو په موخه اقدام ونه کړي، طالبان به نورې سيمې هم ونيسي. همدا راز له دې سيمې ميمنه ښار تر مستقيم گواښ لاندې دی.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button