افغانستانسلايډ

طالبانو سره د سولې په موخه څلور اړخيزه ناسته نن اسلام اباد کې کيږي

طالبانو سره د مذاکراتو او سولې بهير د بيا پيلولو په موخه د امريکا، چين، افغانستان او پاکستان څلور اړخيزه غونډه نن د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې کيږي.
تېره شپه ناوخته د پاکستان بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې دغه څلور اړخيزه ناسته به د صدر اعظم نوازشريف د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز په وينا پيليږي.
اعلاميه کې راغلي، چې غونډه به نن لس بجې پيليږي. په دغه ناسته کې به د امريکا، چين، افغانستان او پاکستان لوړپوړي چارواکي گډون کوي.
تېر ډيسمبر کې افغان او پاکستاني چارواکو پرېکړه کړې وه، چې د امريکا او چين په منځگړيتوب طالبانو سره بايد د سولې خبرې له سره پيل شي.
د تېر کال جولايي کې هم اسلام اباد ته څېرمه د طالبانو او افغان حکومت تر منځ له يوې ورځې مخامخ خبرو وروسته د سولې بهير په ټپه درېدلی و.
د مري مذاکراتو په اړه د پاکستان پوځ وياند ډگر جنرال عاصم باجوه ويلي، چې له کابله د معلوماتو د افشا کېدو له امله د مري مذاکرات ناکام شول.
د تېر ډيسمبر په پای کې د بهرنيو چارو مرستيال وياند خيرالله ازاد ويلي و، چې د سولې په اړه څلور اړخيزه ناسته به کابل کېږي، مگر پر سبا يې د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وويل، چې د سولې اړوند غونډه به پاکستان کې کيږي.
تېره ورځ د اجراييه رياست مرستيال وياند جاويد فيصل کابل کې رسنيو ته وويل، چې د امريکا، چين، افغانستان او پاکستان څلور اړخيزه غونډه به د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې کيږي.
افغان حکومت وايي، چې د اسلام اباد غونډې سره به د سوله غوښتونکو او جگړه مارو طالبانو توپير څرگند شي.
پاکستاني رسنيو د ډيپلوماتيکو سرچينو له قوله ليکلي، چې پاکستاني چارواکي به د سولې خبرو سره د همکاري کوونکو طالب مشرانو نومونه دغې څلور اړخيزې ناستې ته وړاندې کړي.
تر اوسه دا نه ده روښانه چې دغه نومونه د کومو طالبانو دي.
جاويد فيصل زياتوي، چې پاکستان دوی سره ژمنه کړې، چې کوم طالبان د سولې بهير سره د يو ځای کېدو مخالف وي، پاکستان او افغانستان دواړه به د اوسېدو ځای نه ورکوي او له ژمنې سره سم به دواړه هېوادونه د سولې مخالف طالبانو پر ضد جگړه پيلوي.
د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور تېر کال خپلو پلويانو ته ويلي و، چې هېواد کې د «بشپړ اسلامي نظام تر راتلو د مذاکراتو خبرې بې بنسټه دي.»
افغان طالبانو تر اوسه د اسلام اباد څلور اړخيزې ناستې په اړه څه نه دي ويلي، مگر ځينې سرچينې د طالب چارواکو له قوله وايي، چې د دوی هېڅ استازی په دغه غونډه کې گډون نه کوي او نه دوی ته د منلو وړ ده.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button