افغانستان

طالبانو د کندهار په هوايي ډګر ډله‌ییز برید کړی دی

وسله والو طالبانو د کندهار هوايي ډګر دننه د افغان امنیتي ځواکونو پر مرکز ډله‌ییز برید کړی دی.

د کندهار د والي ویاند، صمیم خپلواک وایي، د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ جګړه لا هم روانه ده. د خپلواک د معلوماتو پر بنسټ، طالب ځانمرګي بریدګر په سپکو او درنو وسلو سنبال دي او کمپ سره نېږدې يې مورچې نیولي دي.

د وسله‌والو طالبانو څو تنه بریدګر شاوخوا یو نیم ساعت وړاندې هوايي ډګر ته ننوتي او د افغان ځواکونو په مرکز یې برید پیل کړی دی.

د هوايي ډګر دننه لسګونه هغه مسافر چې له هند او کابل څخه دغه ولایت ته راغلي وو، دننه بند پاتې دي.

تر دې دمه د تلفاتو جزییات لا څرګند نه دي.

د طالبانو ویاند، قاري یوسف احمدي د پېښې مسوولیت منلی. احمدي وايي، شېبه وړاندې څو تنه ځانمرګي بریدګر هوايي ډګر ته ننوتي او جګړه یې پیل کړې.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button