افغانستانخبرونهسلايډ

طالبانو د پکتیا ولایت مرکز ګردېز او ډنډ پټان ترمنځه غځېدلې لار تړلې

د پکتیا ولایتي شورا وایي،چې طالبانو یو ځل بیا د دغه ولایت د مرکز ګردېز او ډنډ پټان ولسوالۍ تر منځ غځېدلې لار تړلې ده.د یادې شورا مرستیال جنت خان څمکنی وایي، چې طالبانو له پرون سهار راهیسې دغه لار د ترافیکو پر مخ تړلې.
نوموړي زیاته کړې، چې طالبانو د څمکنیو ولسوالۍ د بګیاړ په سیمه کې د ګردېز او ډنډ پټان پر لویه لار کانټینر اچولي اولاره يي د خلكو پر مخ تړلې ده.څمکنی وایي، چې د دې لارې په تړلو سره له مرکز ، پټان، جانېخيلو، څمکنيو او احمدخيلو ولسوالېو لارې وتړل شوې.
خو د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال قادرګل ځدراڼ په يوه خبري غونډه کې ویلي، چې د لارې د خلاصون لپاره عمليات پيل شوي او په ياده سيمه کې د وسلوالو او امنيتي ځواکونو تر منځ درنه جګړه روانه ده.
باید وویل شي، چې څو ورځې وړاندې هم د وسله والو طالبانو له خوا دغه لار تړل شوې وه.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button