افغانستانخبرونهسلايډ

طالبانو د ملا عبدالله سرحدي په غږ وروستي خبرونه رد کړل

وسله‌والو طالبانو د سرخط ورځپاڼې هغه راپور رد کړ، چې ګواکې د دوی مشر ملا اختر محمد منصور وړمه ورځ د بلوچستان کچلاک سيمه کې د ملا عبدالله سرحدي په کور کې په ډزو ټپي شوی دی.

تېره ورځ سرخط ورځپاڼې ليکلي و، چې وړمه ورځ ملا اختر محمد منصور کچلاک سيمه کې ميدان وردګو لپاره د طالبانو مرستيال والي ملا عبدالله سرحدي په کور کې د وسله وال بريد په ترڅ کې مرګونی ټپي او ملا عبدالله وژل شوی دی.

طالبانو نن سهار په يو غږيز کليپ کې د ملا عبدالله سرحدي مرکه خپره کړه او د سرخط ورځپاڼې راپور يې بې بنسټه وباله.

د طالبانو له لوري رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سرخط ورځپاڼې خبر بې بنسټه دی او د طالبانو مشر په دې سيمه کې نه و، چې ورځپاڼې يې ادعا کړې ده.

ميدان وردګو لپاره د طالبانو مرستيال والي ملا عبدالله سرحدي وايي، چې د دوی مشر ملا اختر محمد منصور يادې سيمه کې نه و. طالبان د نښتې پېښه په دغه سیمه کې ردوي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button