افغانستان

طالبانو د فارياب خواجه سبز پوش کې پر پوستو بريدونه کړي

وسله والو طالبانو وړمه شپه د فارياب خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې پر گڼو امنيتي پوستو بريدونه کړي، چې له امله يې امنيتي ځواکونو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

د خواجه سبز پوش ولسوالۍ امنيه قوماندان محمد هاشم باتور وايي، چې دغه بريدونه همهالي وو او لسگونو طالبانو په کې برخه اخيستې وه. ولسوال جگړه کې د پوليسو د يوه افسر او د اربکيانو د يوه قوماندان د وژل کېدو پخلی کړی. نوموړی وايي، جگړه کې د امنيتي ځواکونو يو ټانک هم سوزېدلی دی.

د سيمې خلک وايي، چې طالبانو ماښام مهال د خواجه سبز پوش لويه لار وتړله او اته بجې يې بريدونه پيل کړل، چې تر نيمې شپې روان وو.

طالبانو لا د دغو جگړو په اړه څه نه دي ويلي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button